پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Thu, Nov 27 2025 10:53 AM
SJAU

نن ورځ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور؛ د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم او د ازموينو عمومي کمېټې د غړو په ملتيا د خزاني سمستر د پیل شويو ازموینو له صحنو څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې لیدنې په ترڅ کې د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې باید پر ټاکلي وخت او پوره شفافيت سره واخلي او پایلې دې پر خپل وخت محصلينو ته اعلان کړي. ټاکل شوې چې د پوهنتون ازموينو عمومي کمېټه به د روانو ازموینو له صحنو څخه په ورځني ډول د امتحانونو تر پايه دوامداره څارنه کوي.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 9:48 AM
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

Sun, Apr 19 2026 9:28 AM
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

Sat, Apr 18 2026 1:54 PM
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS