پوهنتون د نشراتو او فرهنگي چارو مرکزي کمېټې خپله نوبتي ناسته وکړه
ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه د يادې کمېټې غړو په کې برخه لرله.
پیل کې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال د ناستې گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د هغوی نظریات او وړاندیزونه يې واورېدل. نوموړي همداراز د کمېټې غړو ته د راتلونکو فعاليتونو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. تر بحث وروسته د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.