پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Jan 07 2026 2:02 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د څېړنو عمومي کمېټې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ خپله نوبتي ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. په ياده کاري ناسته کې د علمي ترفېع په موخه د دوه تنو استادانو د علمي کنفرانسونو ټاکل، د علمي مقالې ليکلو د اصولو پر بشپړ تطبيق او د تقريظ ورکوونکو پر مسؤليت باندې بحث او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشوې. په دغه ناسته کې د علمي څېړنو او مجلو مرستيال د څېړنو د معياري کېدو په تړاو عمومي خبرې وکړې او د يادو موضوعاتو په هکله يې اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل شوې وه، په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 1:00 PM
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال له لوري د ادارې برخې د حاضرۍ څارنه او کنټرول وشو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د اداري کارکوونکو حاضري کنټرول کړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ کتاب بايد پر خپل. . .

Wed, Mar 11 2026 2:39 PM
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

Wed, Mar 11 2026 10:48 AM
Background image

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د نيالگيو کېنولو کمپاين پيل شو

ياد کمپاين چې(طبيعت د نباتاتو په کېنولو سره وساتئ) تر شعار لاندې د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکات کې د چاپېريال ساتنې عمومي کمېټې او د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمريت اړوند د حفظ او. . .

BACK TO NEWS