پوهنتون د ژبنۍ ادبي علميــــڅېړنيزې مجلې«واند» د کتنپلاوي ناسته وشوه
ياده ناسته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په مشرۍ وشوه، د علمي مجلو آمر پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت او د واند ژبنۍ ادبي علميــــڅېړنيزې مجلې د کتنپلاوي غړو په کې برخه لرله. ناستې ته د علمي څېړنو او مجلو مرستيال تر ښه راغلاست وروسته د راغلو مقالو په اړه د کتنپلاوي غړو ته معلومات وړاندې کړل. په ياده کاري ناسته کې ځينې راغلې مقالې تاييد او ځينې نورې د کتنپلاوي غړو ته د بيا کتنې په موخه وسپارل شوې او همداراز د ياد مجلس په ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د دې مجلې لومړۍ گڼه دې سږکال چاپ ته وسپارل شي.
