پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې هغه استادان وستايل چې په داخلي ملي او نړیوالو کنفراسونو کې یې علمي- څېړنيزې مقالې لیکلي دي

Abdullah Saeed
Tue, Dec 03 2024 3:48 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنې او مجلې معاونیت له لوري د دې پوهنتون د ټولو پوهنځيو ۲۸ تنه هغه استادان او د علمي کادر غړي چې په داخلي ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې یې علمي مقالې او څېړنې خپرې کړې وې او همدا راز يې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ملي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ته د لومړي مقام وياړ خپل کړی ؤ، د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.

په همدې مناسبت د پوهنتون د غونډو په تالار کې ستاينغونډه جوړه شوې وه چې په کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رييس، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې وويل چې د هر هېواد پرمختگ په پوهې پورې تړلی، پوهنتونونه د علم مرکزونه او استادان يې د پوهې خاوندان دي، نو د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتونونو دوی ته دا زمينه برابره کړې ده چې څېړنې وکړي او د ټولنې ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

نوموړي د دې پوهنتون د هغو استادانو له خدمتونو مننه او ستاينه وکړه چې په نړيوالو او ملي کنفراسونو کې يې مقالې خپرې او وړاندې کړي او په ځانگړي ډول د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ملي کنفرانس کې يې د مقالو د شمېر او محتوا له مخې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ته د لومړي مقام وياړ وربخښلی دی.

ورپسې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د علم ارزښت او د څېړنې اهميت په تړاو خبرې وکړې او استادن يې د پوهې تخليق او تحرير ته را وبلل.

غونډې ته د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي په خپلو خبرو کې څېړنه د پوهې د انتقال مهمه وسيله وبلله او همدا راز يې د ياد معاونيت له لاسته راوړونو، پرمختگونو او راتلونکو پلانونو يادونه وکړه. نوموړي زياته کړه چې د دې پوهنتون د استادانو هغه مقالې چې په نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې خپرې شوي په دوه ټوکو(طبيعي علوم او اجتماعي علوم) کې چاپ کړي دي.

د ستایل شویو استادانو په استازۍ د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد د پوهنتون مشرتابه له ملاتړ او هڅونې څخه د مننې تر څنگ په راتلونکي کې د لا غوره څېړنيزو فعاليتونو د ترسراوي ژمنه وکړه.

غونډه د پوهنتون مشرتابه او نورو مشرانو له لوري استادانو ته د ستاینلیکونو په ورکړې او شرعياتو پوهنځي د رييس مولوي عبدالمنان عارف له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS