پوهنتون رييس له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د پوهنتون له ليليې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو په ملتيا د پوهنتون له ليليې څخه د لیدنې په ترڅ کې د مسؤلينو او محصلينو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي همداراز هغوی ته سپارښتنه وکړه چې د خوړو او اطاقونو نظافت ته جدي پاملرنه وکړي، چې د هغوی له لوري اطمينان ورکړل شو.