پوهنتون محصلينو ته د مونوگراف ليکنې تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز سېمینار داير شو

Abdullah Saeed
Wed, May 07 2025 2:57 PM
SJAU

دغه روزنیز سېمینار چې سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د محصلانو چارو او د علمي څېړنو او مجلې معاونيتونو په همغږۍ جوړ شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو د اتم سمستر لسگونو محصلينو په کې برخه لري.

پيل کې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمر پوهنيار امان الله توتاخېل د مونوگراف ليکنې پر اړتيا، ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او همداراز يې د ياد آمريت له فعاليتونو، پلانونو او لاسته راوړنو يادونه وکړه.

ياد روزنیز سېمینار د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري د مونوگراف لیکنې د نوي لارښود په رڼا کې وړاندې شو او د لارښود ټول موضوعات يې وار په وار تشريح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې گډونوالو د دې ډول سېمينارونو پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Sun, Jun 21 2026 2:37 PM
Background image

د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي(۸۱) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو څېړنو او موندنو پايلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې شوې، چې په مراسمو کې يې د سيد جمال الدين. . .

Sat, Jun 20 2026 3:23 PM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانگې لرليد، رسالت او موخې

لرليد:

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانکې همېشنۍ هڅه او ژمنه ده چې د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پر مټ د ټولنې اړتیا سره سم په عربي. . .

Thu, Jun 18 2026 2:17 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

BACK TO NEWS