پوهنتون مشرتابه پلاوي له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن او د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د روان سمستر تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د پوهنځيو د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.
پوهنتون مشرتابه د يادې څارنې پرمهال د کورس پالیسيو د وېش او محصلینو د حاضريو دوامدار کنټرول په برخه کې د پوهنځيو مسؤلینو ته جدي لارښوونې وکړې.