پوهنتون کې د اعتبار ساتنې په موخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې د معیارونو د تشریح ۳ ورځنی ښوونيز ورکشاپ پیل شو

Abdullah Saeed
Sun, Oct 13 2024 3:47 PM
SJAU

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د دې پوهنتون په معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز کې د پوهنتون رهبرۍ غړو، پوهنځیو ريیسانو، دیپارتمنتونو آمرينو او د مستقلو آمریتونو مسؤلینو ته دایر شو.

ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس شیخ عبدالمالک محسن د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د ورکشاپ گډونوالو ته يې د فعال گډون او له دې فرصت څخه د پوره استفادې سپارښتنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له مسؤلینو د یاد ورکشاپ د جوړېدو له کبله مننه وکړه او دا ډول روزنيز پروگرامونه يې د مسؤلينو لپاره گټور ياد کړل.

ورپسې د شيخ زايد پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک او د پکتيا پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین احمدزي  د دې ورکشاپ د روزنې چارې مخته يوړې او گډونوالو د پوښتنو په ځوابولو سره نن ورځ پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Sep 03 2025 11:09 AM
Background image

پوهنتون د رييس په مشرۍ شاوخوا(۱۰۰) تنو استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه د پېښې سيمې ته سفر وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ د بېلابېلو پوهنځیو شاوخوا(۱۰۰) تنو استادانو او محصلینو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې او خوراکي توکو د رسولو په موخه. . .

Tue, Sep 02 2025 4:18 PM
Background image

پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د وړمې ورځې له شديدې زلزلې وروسته د پوهنتون له ودانيو ليدنه او څارنه وکړه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد؛ د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په ملتيا د وړمې ورځې له شديدې زلزلې وروسته د پوهنتون. . .

Mon, Sep 01 2025 12:59 PM
Background image

پوهنتون د نصاب او کريکولم عمومي کمېټې ناسته وشوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د نصاب او کريکولم عمومي کمېټې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ ناسته وکړه، چې د کمېتې ټولو غړو په کې برخه لرله. ياده ناسته چې د قرآن‌کریم د. . .

BACK TO NEWS