پوهنتون کې د څېړنې په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
Mon, Jan 27 2025 4:39 PM
SJAU

دغه روزنيز ورکشاپ چې د څېړنې په برخه کې پر دوه بېلابېلو موضوعاتو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت او د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په همغږۍ د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې استادانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د څېړنې پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د ورکشاپ گډونوال دې له دې فرصت څخه د خپلې مسلکي پوهې او وړتیا په لوړونه کې اعظمي استفاده وکړي.

ياده دې وي چې د دې دوه ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي له لوري(په ټولنيزو علومو کې د علمي  او څېړنيزې مقالې منځپانگيزه شننه) او د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور احمد راتب شرافت له خوا(په څېړنه کې د سافټوير په مرسته ماخذ ښودنه) تر سرليکونو لاندې پر يادو موضوعاتو پرېزنټېشنونه وړاندې شي او همداراز د گډونوالو پوښتنو او ازاد بحث ته کافي وخت ځانگړی شوی دی.

Latest news

Sat, Aug 15 2026 4:01 PM
Background image

کونړ ولايت کې د اسد ۲۴مه د فتحې ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه

د غربي ښکېلاک د ماتې او اشغال د خاتمې تاريخي ورځ د يوې لويې پرتمينې ولسي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې په مراسمو کې يې د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د سيد جمال الدين افغاني. . .

Tue, Aug 11 2026 2:23 PM
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت د دوه ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د پوهنتون علمي مرستيال او. . .

Tue, Aug 11 2026 9:30 AM
Background image

پوهنتون کې د۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محراب جامع مسجد د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې

د یاد مسجد چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د کونړ یو شمېر ولایتي ادارو رئیسانو، د کونړ ولايت مقام استازي، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو پکې حضور درلود.

د غونډې په. . .

BACK TO NEWS