پوهنتون کې د کرکټ او واليبال پيل شوې سيالۍ د کرنې پوهنځي په بري پای ته ورسېدې

Abdullah Saeed
Tue, Jul 23 2024 3:20 PM
SJAU

یادې سیالۍ چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلانو چارو معاونيت په نوښت او د سپورت مرکزي کمېټې په هلو ځلو پيل شوې وې، په هر ټورنمنټ کې د پوهنتون اړوند ۶ لوبډلو برخه اخیستې وه.

يادو سياليو د پای په مراسمو کې د کرنې او کمپيوټر ساينس پوهنځيو ريیسانو، د سپورت مرکزي کمېټې مسؤل، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، محصلینو او د يادو سيالو گڼو مينه‌والو برخه لرله.

پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې مسؤل پوهنيار فريدالله صافي د خپلو خبرو پر مهال د سپورت په ارزښت او گټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې گټور ياد کړل.

د کرکټ ټورنمنټ په پايلوبه کې د کرنې پوهنځي لوبډلې د کمپيوټر ساينس پوهنځي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ديادو سياليو اتلولي وگټله.

ياده دې وي چې پوهنتون د سپورت مرکزي کمېټې له لوري د سپورتي لوبو پیل شوې مېلې په لړ کې د کرنې پوهنځي واليبال لوبډله د واليبال ټورنمنټ کټونکې لوبډله اعلان کړه.

د يادو ټورنمنټونو لومړي او دويم مقام لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS