پوهنتون کې د کونړ ولايت پوهنې سکتور د همغږۍ ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Tue, Nov 11 2025 8:41 AM
SJAU

ياده غونډه چې معمولاً د پوهنې رياست په کوربهتوب کېږي، دا ځل په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پوهنتون شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنې رياست او د معارف سکتور اړوندو ولايتي ادارو او همکارو مؤسسو د استازيو په گډون تر سره شوه.

په پيل کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې برخه‌والو ته ښه راغلاست ووايه او پوهنتون کې يې په ترسره شويو پرمختگونو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې. نوموړي له همکارو مؤسسو وغوښتل چې په خپلو فعاليتونو کې د پوهنتون انکشاف ته هم ځای ورکړي. ورپسې د غونډې نورو گډونوالو هم د خپلو کړنو او پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او ناسته د خیر په دُعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS