پوهنتون کې محصلينو د عملي زده کړو په موخه تمثيلي محکمه جوړه شوه

Abdullah Saeed
Wed, Oct 18 2023 4:11 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له لوري د محصلينو د عملي زده کړو د ترسراوي په موخه د ياد پوهنځي محصلينو پر مټ تمثيلي محاکمه د پوهنتون مشرتابه، کونړ ولايت اړوند ادارو رييسانو، د پوهنتون استادانو او محصلينو په شتون کې ترسره شوه.

تمثيلي محکمې د مراسمو په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ريیس پوهنمل محب الله محب له شرعياتو پوهنځي څخه مننه وکړه چې د محصلينو نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو ته هم ډېر پام کوي، نوموړي وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون د پلان له مخې ټولو پوهنځيو د محصلينو عملي زده کړو لپاره امکانات برابر شي.

د شرعياتو پوهنځي رييس پوهندوی خان محمد خدرخېل، کونړ ولايت د محاکمو رييس مولوي عزيز الرحمن ياسر، شهري محکمې رييس مولوي محمد ايوب قلم او د عدليې رييس مفتي عبدالستار حماس په خپلو خبرو کې د محصلينو عملي زده کړو لپاره د داسې تمثیلي برنامو ترسره کول ډېر اړين وبلل.

وروسته د شرعياتو پوهنځي محصلينو له لوري تمثيلي محاکمه په ښه شان ترسره شوه، چې د ګډونوالو له لوري د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځېده.

په پای کې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار عبدالرحمن عابد ياده تمثيلي محاکمه مثبته وارزوله.

Latest news

Mon, Mar 16 2026 11:14 AM
Background image

پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسير ختم او دُعاء وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرآن کریم د ترجمې او تفسير دوره چې د رمضان المبارک مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وه، نن ورځ يې د ياد آمريت مبلغ مولوي. . .

Sun, Mar 15 2026 1:00 PM
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال له لوري د ادارې برخې د حاضرۍ څارنه او کنټرول وشو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د اداري کارکوونکو حاضري کنټرول کړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ کتاب بايد پر خپل. . .

Wed, Mar 11 2026 2:39 PM
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

BACK TO NEWS