پوهنتون کې چاپېريال د پاکۍ اشر ترسره شو
د پاکۍ دغه اشر چې نن ورځ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې ترسره شو، د پوهنتون مشرتابه سر بېره په کې اداري او خدماتي کارکوونکو او لسگونو محصلينو برخه اخيستې وه.
د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپلو خبرو کې پاکوالی د هر مسلمان اسلامي او ايماني دنده وبلله او محصلينو ته يې سپارښتنه وکړه دغې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
ياده دې وي چې د چاپېريال د پاکۍ دغه عمومي اشر د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري پلان شوی ؤ چې هره مياشت به په ياد پوهنتون کې ترسره کېږي.