کونړ والي په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د الحق المبين کتاب د سیالۍ په نتايجو کې گډون وکړ

Abdullah Saeed
Sun, Oct 27 2024 7:09 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د الحق المبين کتاب د اخيستل شوې ازموينې ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول، چې په مراسمو کې يې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه گډون او وينا وکړه او همداراز يې محصلينو ته نغدي جوايز هم ورکړل.

په همدې موخه جوړه شوې ستاينغونډه کې د کونړ والي سربېره د کونړ ولايت جـهادي مدرسې مشر، د علماوو شورا رييس، د پوهنتون مشرتابه، د کونړ ولايتي ادارو مسؤلينو، د پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او سلگونو محصلينو برخه لرله.

ياده سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د پوهنتون نشراتو او فرهنگي چارو کمېټې په همکارۍ جوړه شوې وه، چې د پوهنتون پنځه‌گونو پوهنځیو نږدې(۵۰۰) تنو محصلینو په کې برخه اخيستې وه.

قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو تر تلاوت وروسته، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د غونډې گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنگ؛ ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د سيالۍ له تنظيموونکو يې مننه وکړه، هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به د محصلينو د فکري روزنې په موخه دېته ورته نورې سيالۍ هم برابرې کړي. د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې محصلين مخاطب کړل چې د فتنو په دور کې بايد د فکري جگړې اسبابو ته ډېر متوجې شي.

د کونړ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د ديني علومو تر څنگ د عصري علومو زده‌کړې ته هم جدي اړتيا ده او اسلامي ټولنه بايد دواړه علوم زده‌کړي، مدرسې او پوهنتونونه يو شان علمي مرکزونه دي او د نظام مشرتابه لپاره د ارزښت څخه برخمن دي. د کونړ والي د پوهنتون استادان او محصلين مخاطب کړل چې په خپل درس او تدريس کې د الله ﷻ رضاء هدف وگرځوي چې د دنيا او اخرت اجر حاصل کړي.

غونډې ته د کونړ ولايت جـهادي مدرسې مهتمم شيخ الحديث مولوي رحمت دين مدني وويل چې مسلمان بايد په هر وخت کې له افراط او تفريط څخه ځان وساتي. يادو مراسمو ته د کونړ ولایت علماوو شورا رييس شيخ عبدالقهار صديقي هم وينا وکړه او دا برنامه يې د محصلينو د فکري او اصلاحي روزنې لپاره گټور اقدام ياد کړ.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS