د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

Abdullah Saeed
Tue, Jan 20 2026 3:36 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(خاطر اپريدي په شعرونو کې د حس اميزۍ څېړنه) تر سرليک لاندې خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د پوهنتون مسلکي پرمختيا آمريت په تالار کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ژوري هيئت غړو او استادانو پر وړاندې ارایه شو، له ازاد بحث او د ژوري هيئت تر مثبتې ارزونې وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Jan 20 2026 5:04 PM
Background image

د اقتصاد پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو ته د تضمين کيفيت نويو معيارونو په هکله د پوهاوي سېمينار داير شو

ياد سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تضمين کيفيت کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، د پوهنځي استادانو او اداري کارکونکو په کې برخه لرله.

د سېمينار په پرانيسته کې د. . .

Tue, Jan 20 2026 3:36 PM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل دويم علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(خاطر اپريدي په شعرونو کې د حس اميزۍ. . .

BACK TO NEWS