پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د پنځهگونو پوهنځيو له روانو تدریسي چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه او د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته يې د تدریسي بهیر د لا ښهوالي او محصلينو د حاضرۍ په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
