په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د نيالگيو کېنولو کمپاين پيل شو

Abdullah Saeed
Wed, Mar 11 2026 10:48 AM
SJAU

ياد کمپاين چې(طبيعت د نباتاتو په کېنولو سره وساتئ) تر شعار لاندې د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکات کې د چاپېريال ساتنې عمومي کمېټې او د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمريت اړوند د حفظ او مراقبت مديريت په گډو هڅو د نږدې(۱۲۰۰) نيالگيو په کېنولو سره پيل شو، چې نن ورځ يې د پوهنتون عمومي رئيس، مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو او نورو مسؤلينو له لوري رسماً پرانيسته وشوه.

کمپاين د پرانيستې پر مهال د پوهنتون عمومي رئيس الحاج عبدالواسع منصور د نیالگيو کښېنولو په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او هغه يې دوامداره صدقه وبلله او زياته يې کړه، چې د چاپېريال ښکلا، سمسورتيا او خونديتوب د ټولو شريک مسؤليت دی نو د دې لپاره بايد نيالگي کېنوو او دوامداره ساتنه او پالنه يې وکړو. نوموړي په خپلو خبرو کې د کونړ ولايت د کرنې، اوبولگونې او مالدارۍ رياست د نيالگيو له مرستې کولو او د پوهنتون اړوندو مسؤلينو او په کمپاين کې له بوختو کارگرانو او محصلينو څخه مننه وکړه، چې پوهنتون د ښېرازۍ لپاره هلې ځلې کوي. ورپسې د نيالگيو کېنولو کمپاين رسماً پيل شو او د پوهنتون رهبرۍ، مسؤلينو او محصلينو له لوري په ټاکل شويو ځايونو کې نيالگي نهال شول.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS