د محصلانو چارو مرستیال د پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sun, Mar 29 2026 2:20 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د پوهنځيو له روانو تدریسي چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو او استادانو ته يې د تدریسي بهیر د لا ښه‌والي او محصلينو د حاضرۍ په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. نوموړي د يادې کتنې پر مهال محصلين دوامدارې مطالعې ته وهڅول او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې د خپلو مسلکي وړتياوو د لوړونې په برخه کې له شته فرصتونو او امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي.

Latest news

Thu, Jun 18 2026 2:17 PM
Background image

د شرعياتو پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني، د ياد. . .

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

BACK TO NEWS