محصلینو ته په ځان باور او اعتماد او د محصل ژمنليک په تړاو د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Wed, Apr 15 2026 10:51 AM
SJAU

دغه يو ورځنی تشرېحي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت تر چتر لاندې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په نوښت داير شوی ؤ، د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو په کې برخه لرله. په پيل کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او ورپسې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنيار محمدوسيم حبيبي له لوري د محصل ژمنليک په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې شول او ټولې برخې يې په تفصيلي ډول تشرېح کړې. تر نوموړي وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنيار عبدالرحمن عابد له لوري په ځان باور او اعتماد، انگېزه پېژندنه، په ځان د باور او اعتماد پیاوړتيا او کمزورتيا لاملونه او په دې تړاو نور بېلابېل موضوعات بحث شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 9:48 AM
Background image

کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون د دعوتي چارو څارنه او ارزونه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رياست مقام له لوري د دعوت او ارشاد آمر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له دعوتي چارو څارنه او ارزونه وکړه. د دعوت او ارشاد. . .

Sun, Apr 19 2026 9:28 AM
Background image

پوهنتون د ليليې محصلينو د نظم لا ښه‌والي په پار له ليليې څخه ليدنه او څارنه وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او ادري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په لارښوونه د پوهنتون د تهيې، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد موسی محمدي په مشرۍ ټا کل شوي پلاوي د نظم. . .

Sat, Apr 18 2026 1:54 PM
Background image

د دعوت او ارشاد آمريت له لوري محصلينو ته علمي سېمينار وړاندې شو

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د خپلو اصلاحي او روزنيزو پروگرامونو په لړ کې د پنځه‌گونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت ارزښت تر سرليک لاندې اصلاحي او معلوماتي سېمينار. . .

BACK TO NEWS