په کونړ ولايت کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموينه د پيل په درشل کې ده

Abdullah Saeed
Tue, May 05 2026 10:16 AM
SJAU

په همدې موخه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د چمتووالي په پار ځانگړې ناسته وکړه، چې په منظم ډول د ازموينې ترسره کېدو لپاره يې پر مهمو موضوعاتو بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور اړوندو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکي کانکور ازموینې لپاره دې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې خپل لازم تدابير ونيسي. دغه ناسته چې د پوهنتون مرستيالانو په گډون ترسره شوه، د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه په کې اړوندو مسؤلينو ته دندې وسپارل شوې او ټينگار وشو چې ټول مسؤلين باید خپلې دندې په سمه توگه ترسره او يو له بل سره په اړوندو چارو کې پوره همکاري او همغږي وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ازموينو عمومي ادارې له اعلان شوي مهالوېش سره سم به په کونړ ولایت کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموينې د بايومتريک معلوماتو ثبتولو بهير د راتلونکې سه‌شنبې او چهارشنبې د ثور پر(۲۲- ۲۳مه) نېټه او د کانکور ازموينه به د پنج‌شنبې، جمعې او شنبې په ورځو د ثور پر(۲۴ – ۲۵ – ۲۶مه) نېټه په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون-يارگل بېله کې واخيستل شي.

Latest news

Thu, May 14 2026 12:30 PM
Background image

په کونړ کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینه رسماً پیل شوه

د ۱۴۰۵ عمومي کال کانکور ازموینه د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د غونډو په تالار کې د ياد پوهنتون رهبرۍ، د ازموینو عمومي ادارې راغلي هيئت، ممتحنه پلاوي او د کانکور گډونوالو په حضور کې ن. . .

Thu, May 14 2026 12:19 PM
Background image

د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د ماخذ ليکنې په تړاو يو ورځنی روزنيز سېمينار دایر شو

په علمي ليکنو کې د ماخذ ښودنې ځانگړي سافټوير(Zotero) کارونې په هکله دغه روزنيز سېمينار چې د ياد پوهنځي له لوري د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې داير شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې. . .

Thu, May 14 2026 12:08 PM
Background image

ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو. د يادې جامعې فاضلانو ته د مصنوعي. . .

BACK TO NEWS