د جديدالشمول محصلانو د نومليکنې بهير پيل شو
د ۱۴۰۵ لمريز کال په کانکور ازموينه کې د برياليو جديدالشمول محصلينو د نومليکنې بهير د لوړو زدهکړو محترم وزارت له لارښوونې سره سم نن سهار د لومړي ظرفيت برياليو محصلينو د نومليکنې په موخه پيل شو، چې د راتلونکې اسد مياشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام ولري. د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د جديدالشمول محصلينو د نومليکنې له روان بهير څخه د ليدنې او څارنې پرمهال په دې برخه کې د بوختو اداري کارمندانو چارې وستايلې او محصلينو ته يې د نومليکنې پر وخت د پوره نظم مراعت سپارښتنه وکړه.
ياده دې وي، چې د سږ کال کانکور ازموينې په لومړي ظرفيت کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ته نږدې(۱۱۰۰) تنه جديدالشمول محصلان راپېژندل شوي، چې د نومليکنې بهير به يې د راتلونکې زمري مياشتې تر پنځمې نېټې پورې دوام ولري.
