د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

Abdullah Saeed
Wed, Aug 05 2026 3:09 PM
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پوهنتون سرپرست استاد صلاح الدين ايوبي له لوري لاسليک شول.

مسؤلينو په خپلو خبرو کې د پوهنتون او نورو ادارو ترمنځ د گډ تفاهم يادې هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې او د پوهنتون محصلينو ته د عملي زده‌کړو او اړينو تجربو د ترلاسه کولو زمينه برابره شي.

د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون نن ورځ د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رياست، مستوفیت او د برېښنا آمريت سره د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

Latest news

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

Sun, Sep 20 2026 3:21 PM
Background image

د پوهنتون نړیواله مجله په معتبرو علمي ډیټابېسونو کې ثبت شوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت همکاران وتوانېدل چې د ياد پوهنتون ټولنيزو علومو نړیواله مجله په معتبرو نړیوالو علمي ډیټابېسونو او معلوماتي سېستمونو کې برخه ولري. په. . .

Sun, Sep 20 2026 3:07 PM
Background image

پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه

نږدې د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په مختلفو برخو کې د سړکونو، پلو لارو، موټرو تمځای او چمنونو د رغونې پروژه پرانيستل شوه. تقريباً د ۱۰ ميليونه افغانيو. . .

BACK TO NEWS