پوهنتون کې د۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محراب جامع مسجد د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې
د یاد مسجد چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې، چې د کونړ یو شمېر ولایتي ادارو رئیسانو، د کونړ ولايت مقام استازي، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو پکې حضور درلود.
د غونډې په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست استاد صلاح الدين ايوبي وویل، چې په پوهنتون کې هر اړخیزې هڅې کېږي څو استادانو او محصلینو ته په هره برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
همدارنګه نورو ویناوالو او علماء کرامو په خپلو خبرو کې د مسجد جوړېدو چارو په پیل کېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده چې دغه مسجد د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، په دوه منزلونو کې جوړېږي چې په یوه وخت کې به د ۱۴۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري او لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
