اقتصاد پوهنځی
د اقتصاد پوهنځي لنډه تاريخچه :
د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون له بنسټ کېښودو څخه نيولې تردې مهاله د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دى ، ياد پوهنتون پنځه پوهنځي لري چې يو له هغو څخه يو د اقتصاد پوهنځى دى ، چې په کال ١٣٩٣ هـ ش کې د انکشافي پلان له مخې په دوه ديپارتمنتونو ملي اقتصاد او ادارې او تشبثاتو د څلور مسلکي استادانو په درلودلو سره تاسيس او رسماً يې په کار پيل وکړ اقتصاد پوهنځي خپله لمړۍ دوره (١٢١) تنه فارغان په ١٣٩٦ هـ ش کې او دوهمه دوره (١٢١) تنه فارغان په ١٣٩٧ هـ ش کې او خپل دريمه دوره (١١٨) تنه فارغان د هېواد او ټولنې د خدمت په پار وړاندې کړل .
د اقتصاد پوهنځي لرليد Vision :
د اقتصاد پوهنځي د تاسيس اساسي هدف هېواد ته په مالي ، اداري ، بازارموندنې ، حسابدارۍ ، بانکدارۍ ، اداري تشبثاتو ، نړيوال اقتصاد ، منطقوي اقتصاد ، اقتصادي پرمختيا ، ملي اقتصاد پلان جوړونې او پاليسۍ په برخه کې د مسلکي او فني اشخاصو روزنه ده ترڅو هېواد مو د علمي کدرونو له پلوه په يادو برخو کې خود اکتفا شي.
د اقتصاد پوهنځي رسالت Mission :
د اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصادي پرمختيا، نړيوال اقتصاد، پاليسۍ ، پلان ، مديريت ، بازارموندنې ، حسابي او مالي چارو کې د نوې تکنالوژۍ ، ملي احساس ، وړتيا ، د ټولنې او بازار غوښتنې ته په کتو سره علمي ، وړ او پوهه شخصيتونه وړاندې کوي تر څو په تحليلي ، انتقادي او ابتکاري مسايلو کې مؤثر واقع شي .
په پوهنځي کې د شموليت شرطونه :
د هېواد د بيلابيلو ولايتونو د لېسو فارغېن د کانکور ازموينې او د ادارې تجارت او حسابدارۍ د انسټيټوټ فارغين د اختصاصي کانکور له لارې د اقتصاد په پوهنځي کې د شموليت حق ترلاسه کوي. د اقتصاد په پوهنځي کې د زده کړو دوره څلور کاله ( اته سمستره ) ده چې مضامين يې د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخې په تيوريکي او عملي توګه په بيلابيلو څانګو کې تدريس کيږي.
د اقتصاد پوهنځي سازماني جوړښت
د اقتصاد پوهنځي د کيفيت د لوړاوي کميټه
د شورا یا کمیټو غړي |
شورا ، کمیټه |
ګڼه |
پوهنيار ذاکرالله ذکي د شورا مشر. غړي :
|
د پوهنځي علمي شورا
|
1 |
پوهيالى محمد حامد عطايي د کمیټې مشر. غړي :
|
د نصاب او کریکولم کمیټه |
2 |
پوهنيار ذاکرالله ذکي د کمیټې مشر. غړي:
|
د تحقیق او څیړنې کمیټه
|
3 |
پوهيالى حامد احمد مراد د کمیټې مشر. غړي:
|
د نظم او ډسپلین کمیټه |
4 |
پوهنيار ذبيح الله کوټوال د کميټې مسؤل. غړی:
|
د چاپیریال ساتنې ، سرسبزۍ او صحت کمیټه |
5 |
پوهنيار ذاکرالله ذکي د کميټې مسؤل. غړي :
|
د نشراتو کمیټه |
6 |
پوهيالى محمد حامد عطايي د کمیټې مشر. غړي :
|
د ازموینو کمیټه |
7 |
پوهيالى حامد احمد مراد د کمیټې مشر. غړي :
|
د نتایجو د ارزونې کمیټه
|
8 |
پوهنيار ذاکرالله ذکي د کمیټې مشر. غړي:
|
د بریښنایي زده کړو کمیټه |
9 |
نامزد پوهنيار محبت شاه محبت د کمیټې مشر. غړي :
|
د سپورټ کميټه |
10 |