د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس د تنوير لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسې څخه ليدنه وکړه

Abdullah Saeed
Sat, Aug 05 2023 1:46 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب؛ کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څخه د ليدنې په ترڅ کې د محصلانو د مونوګرافونو دفاع په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس په ګډون د ياد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال قاري رحمن الله صادق، د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رييس مولوي سراج الاسلام، د نوموړې مؤسسې استادانو او محصلانو برخه لرله.

غونډې ته د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس پوهنمل محب الله محب په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلانو، د هغو کورنيو او په ځانګړي ډول د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې مشرتابه ته مبارکي وويله او محصلان يې لا نورو لوړو زده کړو ته وهڅول.

نوموړي فارغېدونکي محصلان مخاطب کړل چې هېواد د ودې او ابادۍ لپاره له اخېستل شوې روزنې او تر لاسه کړو وړتياوو کار واخلي.

ورپسې د تنوير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رييس مولوي سراج الاسلام په خپلو خبرو کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رهبري پلاوي له ورتګ د مننې تر څنګ وويل چې دا د نوموړې مؤسسې د دوه ګونو(حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد) پوهنځيو لسمه دوره فارغېدونکي کادرونه دي چې د ټولنې خدمت ته يې وړاندې کوي.

د يادو مراسمو په څنګ د دواړو تحصيلي بنسټونو مشرتابه پلاوو د پسرلني سمستر له ازموینو ليدنه او څارنه هم وکړه.

ياده دې وي چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري په کونړ ولايت کې د تنوير لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسې څخه په دوامداره توګه ليدنې او له فعاليتونو يې څارنه کوي.

Latest news

Thu, Jan 15 2026 9:35 AM
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزارت په مشرۍ د کابل پوهنتون له لوري په داير شوي کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون لومړی مقام خپل کړ

دغه داخلي کنفرانس چې«چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت» تر سرليک لاندې په کابل پوهنتون کې داير شوی ؤ، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو له لوري ليکل شويو علمي. . .

Thu, Jan 15 2026 9:27 AM
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه خپل علمي کنفرانس وړاندې کړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانگې استاد پوهنيار خليل الله حنيف د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د(مرکبې قافيې د ډولونو څېړنه) تر سرليک. . .

BACK TO NEWS