د اقتصاد پوهنځي ممتاز محصلین وستايل شول
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.
په ياده ستاينغونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد، د کرنې او کمپيوټرساينس پوهنځيو رييسانو، د پوهنتون استادانو او د اقتصاد پوهنځي محصلينو ګډون کړی ؤ.
د پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې.
د اقتصاد پوهنځي رييس پوهنيار حامد احمد مراد په خپله وينا کې د ياد پوهنځي له ټولو استادانو مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
غونډه ممتازو محصلينو ته په ستاينليکونو ورکولو او دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېده.