سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه
پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار د دفتر آمر مولوي بشير احمد بشير په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د ياد پوهنځي د تدریسي بهیر د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ وکړ.
نوموړي د تدریسي بهیر له څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښه والي په موخه د پوهنځي مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.