سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه

Abdullah Saeed
Wed, Jun 26 2024 8:44 AM
SJAU

ياده کاري ناسته، چې د پوهنتون رييس په مشرۍ وشوه، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو ريیسانو او استادانو په کې برخه لرله؛ د علمي او تدریسي چارو، د قراردادي استادانو تقرر، د علمي څېړنو او مجلې معاونيت عملياتي پلان او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه يې بحث او پرېکړې وکړې.

د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پرانیستې وینا پر مهال په چارو کې پر اخلاص او له مراجعينو سره پر نېکې رویې ټينگار وکړ او همداراز يې مسؤلين خپلو دندو ته ځیر کړل.

په پای کې یاده ناسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS