د پوهنتون هغه استادان وستايل شول چې په داخلي کنفراسونو کې يې مقالې چاپ شوې دي

Abdullah Saeed
Tue, Jul 02 2024 5:14 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د یوې غونډې په ترڅ کې هغه استادان وستايل چې په داخلي ملي او نړۍ والو کنفراسونو کې یې علمي- څېړنيزې مقالې لیکلي دي.

دغه غونډه د علمي څېړنو او مجلې معاونيت له لوري د پوهنتون په مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د پوهنځيو ريیسانو، استادانو، اداري کار کوونکو او محصلينو په‌کې برخه درلوده.

پيل کې د پوهنتون رييس د ښه راغلاست تر څنگ په علمي او څېړنيزه برخه کې د یاد پوهنتون د لاسته راوړنو او پرمختگونو په اړه خبرې وکړې او استادانو ته يې مبارکي وويله. نوموړي د پوهنتون ټولو استادانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل وخت د علم په توليد او څېړنه مصرف کړي، ځکه علم د تحقيق په وجه د کمال درجې ته رسېدلی شي.

غونډې ته د پوهنتون علمي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د علمي کادرونو د هڅونې په موخه د دا ډول پروگرامونو جوړول گټور وبلل او استادان يې مخاطب کړل چې څېړنې ته د خپل کاري مسير په توگه پوره پام وکړي.

ورپسې د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال غونډې ته د وينا پر مهال څېړنه د پرمختگ اصلي لامل وباله او د پوهنتون استادان يې په روان کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري دايرېدونکو ملي او نړۍوالو کنفراسونو کې گډون او مقالو ليکلو ته راوبلل.

یاده دې وي د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو له لوري په ډېره کمه موده کې په داخلي ملي او نړۍوالو کنفرسونو کې نږدې(۴۰) علمي- څېړنيزې مقالې چاپ شوي چې له کبله يې ياد پوهنتون د پام مقامونه خپل کړي دي. همدازار د دې پوهنتون استادانو په بهرنیو هېوادونو کې هم په بېلابېلو نړۍوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستې او مقالې یې په‌کې وړاندې کړي دي.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS