پوهنتون مشرتابه پلاوي د پسرلني جفت سمستر له وروستيو ازموینو ليدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Sun, Jul 28 2024 1:32 PM
SJAU

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي د پیل شويو ازموینو پر دويمه ورځ د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار او د امتحاناتو مرکزي کمېټې د غړو په ملتيا د روان سمستر د وروستيو ازموینو له صحنو څخه د لیدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه چې ازموینې باید په پوره شفافيت سره واخلي او پایلې يې پر ټاکلي وخت محصلينو ته اعلان کړي.

Latest news

Tue, Jul 08 2025 9:03 AM
Background image

درې تنو استادانو پوهندوی علمي رتبې ته د ترفيع په موخه خپل دويم علمي کنفراسونه وړاندې کړل

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب دپيارتمنت استاد پوهنمل دوکتور محمد رحمان رحماني او د انگليسي ژبې او ادب دپيارتمنت استادانو هر يو: پوهنمل دوکتور. . .

Sat, Jul 05 2025 3:49 PM
Background image

پوهنتون د رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د پوهنتون سالارباغ په ساحه کې د مسجد په جوړولو، د انټرنېټ کارونې نوي لارښود. . .

Sat, Jul 05 2025 10:17 AM
Background image

د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې

نن ورځ چې د روان١۴٠۴ هـ . ش کال د چنگاښ مياشتې له ١۴ مې سره برابره ده په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به څه باندې. . .

BACK TO NEWS