له شرعياتو پوهنځي څخه ۹۳ تنه محصلين فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول

Abdullah Saeed
Wed, Aug 21 2024 2:58 PM
SJAU

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو، کونړ د ځېنيو ولايتي ادارو مسؤلينو او مېلمنو، د دې پوهنتون او د ننگرهار پوهنتون استادانو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو گډون کړی ؤ.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو پر تلاوت پیل شوه او ورپسې د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل محمد سليم کريمزي د ښه راغلاست وینا وکړه او فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله.

غونډې ته د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په خپله وینا کې فارغېدونکي محصلين مخاطب کړل، چې اوس تاسو ته ډېر مهم مسؤليت متوجه شو نو ټولنې د روحاني او اجتماعي اړخ اصلاح ته به پوره پاملرنه کوئ. نوموړي هغوی لا نورو لوړو زده‌کړو او پراخې مطالعې ته وهڅول.

غونډې ته د شرعياتو پوهنځي رييس مولوي عبدالمنان عارف، د کونړ ولايت د امر بالمعروف - نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو رييس مفتي محمد ياسين حق‌پرست، پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف، د والدينو په استازۍ مفتي عزت الله او د فارغېدونکو محصلينو په نماينده‌گۍ مولوي ثناء الله راحل هم ويناوې وکړې.

پای کې فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته غونډه د شرعياتو پوهنځي استاد مولوي خانزاده پر لنډې وينا او دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS