د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې په اړه يو ورځنی ورکشاپ دایر شو

Abdullah Saeed
Sun, Sep 29 2024 1:38 PM
SJAU

دغه ورکشاپ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې د مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د دې پوهنتون د اداري برخې آمرینو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانيسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن دا ډول روزنيز پروگرامونه گټور وبلل او د ياد مرکز له مسؤلينو يې د دې ورکشاپ دايرولو له امله مننه وکړه. نوموړي همداراز د ورکشاپ گډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې له دې فرصت څخه پوره استفاده وکړي.

د پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنيار امان الله توتاخېل په خپلو خبرو کې د ياد پروگرام په اړه معلومات ورکړل او د نوموړي مرکز له لاسته راوړنو يې يادونه وکړه.

د يادونې ده چې د دې ورکشاپ د روزنې چارې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنيار ماليار صديقي له لوري پر مخ وړل کېدې.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS