پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته دایر شوی ۳ ورځنی دیني، علمي او اصلاحي سېمینار پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
Wed, Feb 19 2025 3:50 PM
SJAU

په دغه سېمینار کې د کونړ ولايت جيدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د بېلابېلو دیني او علمي موضوعاتو په تړاو تفصيلي بيانونه وشول او برخه‌والو دا ډول سېمينارونه ډېر ارزښتمن وبلل. دا سېمينار چې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه درې ورځې وړاندې د شعبان المعظم مياشتې پر ۱۸ مه نېټه پیل شوی ؤ، د پوهنتون رهبرۍ سربېره نږدې(۱۸۰) تنو استادانو او اداري کارمندانو په کې برخه لرله.

د دغه سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د سېمینار د دايرېدو پر هدف، اهميت او ارزښت خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې په ياد سېمینار کې فعال گډون وکړي.

د ياد درې ورځني سېمينار پر مهال د شیوخو کرامو له لوري ټول هغه موضوعات چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لوري ټاکل شوي ؤ په ښه شان سره بيان شول او د گډونوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې.

د دې سېمینار د پای په مراسمو کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپله ارزوونکې وينا کې د لوړو زده کړو وزارت، شیوخو کرامو، برخه‌والو او د سېمینار له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنگ د سېمینار پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې له تدريس شويو موضوعاتو څخه په خپل ژوند کې پوره گټه واخلي. دغه سېمینار چې درې ورځې وړاندې پیل شوی ؤ نن ورځ د پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلف په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Jul 02 2025 3:54 PM
Background image

پوهنتون رييس د دعوت او ارشاد آمريت د پروگرامونو په لړ کې د پوهنتون له استادانو سره اصلاحي مجالس داير کړل

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د اصلاحي مجالسو په ترڅ کې د پېنځه‌گونو پوهنځیو استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د بشپړ تنفيذ په برخه کې جدي. . .

Wed, Jul 02 2025 3:41 PM
Background image

پوهنتون د رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري د عقودو په هکله توشيح شوی فرمان تشريح شو

د ‏سيد جمال الدين افغاني پوهنتون منسوبيو ته د شيخ عبدالمالک محسن له لوري د عقودو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي(۲۳ مه) فرمان په اړه د پوهاوي سېمينار. . .

Wed, Jul 02 2025 9:14 AM
Background image

پوهنتون د ليليې په مسجد کې محصلينو ته د کونړ ولايت د جهادي مدرسې مهتمم له لوري اصلاحي بيان وشو

ياد ولايت د جهادي مدرسې مهتمم ته چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت د اصلاحي پروگرامونو په لړ کې بلنه ورکړل شوې وه؛ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن له لوري ورته . . .

BACK TO NEWS