علمي چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Apr 21 2025 3:42 PM
SJAU

د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست قاضي عبدالهادي فضلي د چارو د لا ښه والي په موخه د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د تضمین کیفیت آمر پوهنيار انتظار صديقي په گډون د فرهنگي چارو، تضمین کیفیت، نصاب او برېښنايي زده‌کړو عمومي کمېټو مشرانو او غړو برخه لرله.

قاضي عبدالهادي فضلي په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو په کيفيت لوړونه کې د کمېټو مسؤليت مهم وباله او د يادو کمېټو غړو ته يې لارښوونه وکړه چې په خپله کاري برخه کې دې برخه کې په پوره اخلاص کار وکړي.

ياده کاري ناسته چې له اجندا سره سم په کې پر ټاکل شويو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې، د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

Sat, Jun 13 2026 6:05 PM
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو مخنيوي(۱۷مه) گڼه فرمان په هکله د پوهاوي سېمينار دایر شو

د خېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله(۱۷مه) گڼه فرمان د درېيمي مادې په تړاو، چې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال. . .

BACK TO NEWS