د ښوونې او روزنې پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

Abdullah Saeed
Wed, Jun 04 2025 11:30 AM
SJAU

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي، د ياد پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو گډون کړی ؤ.

د پوهنتون علمي څېړنو او مجلې مرستيال په خپلو خبرو کې ممتازو محصلينو ته مبارکي وويله او د هغوی هڅې او لاسته راوړنې يې وستایلې. د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس په خپله وينا کې د ياد پوهنځي په لاسته راړونو رڼا واچوله او له استادانو يې مننه وکړه چې د محصلينو په روزنه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. ياده غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته پر دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:12 AM
Background image

د پوهنتون رييس له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې. . .

Wed, Oct 22 2025 10:25 AM
Background image

د دعوت او ارشاد آمر د خپلو اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وشو. د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق. . .

BACK TO NEWS