پوهنتون رييس د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د بشپړ تطبيق په تړاو تفصيلي بيان وکړ

Abdullah Saeed
Wed, Jun 04 2025 2:39 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د ماسپښين تر لمانځه وروسته د دې پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلينو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د بشپړ تطبيق په تړاو تفصيلي بيان وکړ او د ياد قانون ټول حکمونه يې الهي امر وباله. نوموړي په ټينگار سره وويل چې ټول بايد د دې قانون حکمونه په بشپړ ډول پلي کړو او لارښوونه يې وکړه چې د زيرح(ساه‌لرونکي) انځورونو له اخيستلو څخه بايد په جدي ډول ډډه وکړئ، د جماعت په لمانځه کې فعال گډون او خپل صورت او سيرت له ديني لارښوونو سره سم برابر کړئ.

Latest news

Mon, Mar 16 2026 11:14 AM
Background image

پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسير ختم او دُعاء وشوه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د قرآن کریم د ترجمې او تفسير دوره چې د رمضان المبارک مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې وه، نن ورځ يې د ياد آمريت مبلغ مولوي. . .

Sun, Mar 15 2026 1:00 PM
Background image

د پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال له لوري د ادارې برخې د حاضرۍ څارنه او کنټرول وشو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارومرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د اداري کارکوونکو حاضري کنټرول کړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د حاضرۍ کتاب بايد پر خپل. . .

Wed, Mar 11 2026 2:39 PM
Background image

د پوهنتون او چلند خصوصي ښوونيزې اکاډمۍ ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه لیک لاسليک شو

د دوه اړخيزو همکاريو ياد هوکړه‌لیک چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د چلند ښوونيزې اکاډمۍ مسؤل اکرام سمير له لوري لاسلیک شو، په مراسمو کې يې. . .

BACK TO NEWS