پوهنتون کې د کونړ ولايت پوهنې رياست د مسلکي پراختيا غړو ته د کانکور ازموينې په اړه د عامه پوهاوي درې ورځنی روزنيز سېمينار پای ته ورسېد

Abdullah Saeed
Wed, Jun 04 2025 2:58 PM
SJAU

دغه روزنيز سېمينار چې د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د پوهنځيو د څانگو په ټاکنه کې د کانکور گډونوالو د ستونزو د حل په موخه جوړ شوی ؤ، چې د کونړ ولايت د مرکز په گډون د ټولو ولسواليو څخه د پوهنې رياست اړوند د مسلکي پراختيا نږدې(۵۰) غړو په کې برخه اخيستې وه.

د دغه سېمينار په پيل کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د سېمینار د دايرېدو پر هدف، اهميت او ارزښت خبرې وکړې او د هېواد د بچيانو سالمه او باکيفيته روزنه يې د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو مشترک مسؤليت وباله. نوموړي په خپلو خبرو کې د زده کوونکو په فکري او اصلاحي روزنه ټينگار وکړ او له گډونوالو يې وغوښتل چې له دې سېمينار څخه د زده کوونکو د پوهاوي په برخه کې اعظمي استفاده وکړي چې په راتلونکي کانکور ازموينه کې د گډونوالو تيروتنې راکمې شي.

د ياد درې ورځني سېمينار پر مهال د پوهنتون استادانو په خپلو پرېزنټېشنونو کې د هېواد تحصيلي نظام د ټولو رشتو پېژندنې، ارزښت، په ټولنه کې اړتيا، د انتخاب شرايطو، په ملي او نړيواله کچه د کار ساحې، فرصتونو او ننگونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د گډونوالو پوښتنې يې هم ځواب کړې.

د دې سېمینار د پای په مراسمو کې د پوهنتون علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپله ارزوونکې وينا کې د پوهنتون له استادانو، د سېمینار برخه‌والو او تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنگ د سېمینار پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او گډونوالو ته يې سپارښتنه وکړه چې له تدريس شويو موضوعاتو څخه د زده کوونکو په پوهاوي پوره گټه واخلي. دغه سېمینار چې درې ورځې وړاندې پیل شوی ؤ نن ورځ د شرعياتو پوهنځي د رييس سراج الدين عمر منصور په دُعايه کليماتو سره پای ته ورسېد.

د يادونې ده چې د سېمينار برخه‌والو د ياد سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS