محصلينو ته د نوښت او ابتکار په اړه يو ورځنی سېمينار داير شو

Abdullah Saeed
Thu, Jun 26 2025 3:09 PM
SJAU

دغه روزنيز سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون محصلينو ته د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ، لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.

پيل کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم د سېمينار اهميت او ارزښت په تړاو معلومات وړاندې کړل او ورپسې د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي د نوښت او ابتکار په تړاو چمتو کړي موضوعات وار په وار تشريح کړل او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

د يادونې ده چې برخه‌والو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS