د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Jul 09 2025 3:31 PM
SJAU

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد د ياد معاونيت تر چتر لاندې د کمېټو له مسؤلينو سره ناسته وکړه چې په کې د روغتيا او خونديتوب، مالي، تفتيش او چاپېريال ساتنې د عمومي کمېټو مسؤلينو برخه لرله.

د ياد معاونيت اړوند کمېټو خپل راپورونه، ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه له مالي او اداري مرستيال سره شريک کړل، چې د نوموړي له لوري ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل او همداراز يې په اړوندو برخو کې د کمېټو مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې. په دغه کاري ناسته کې د يادو کمېټو پر پاليسيو، پلانونو، راپورونو، مجالسو مهالوېش او نورو بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Sat, Oct 25 2025 2:55 PM
Background image

د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن په مشرۍ او د پوهنتون مرستيالانو په گډون د رهبري شورا ناسته وشوه چې د مشرتابه عالي مقام له لوري د توشېح شويو قوانينو،. . .

Thu, Oct 23 2025 11:11 AM
Background image

د شل کلنې جهادي دورې د يادونو شپه تر سرليک لاندې علمي کنفرانس داير شو

تېره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته د ليليې په مسجد کې په همدې اړوند د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون فرهنگي چارو عمومي کمېټې په نوښت، د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ. . .

Thu, Oct 23 2025 9:40 AM
Background image

محصلینو ته د نشه‌يي توکو زيانونو په تړاو د پوهاوي سېمينار دایر شو

د عامه پوهاوي دغه يو ورځنی سېمينار چې د نشه‌يي توکو زيانونو او حل لارو پېژندنې په تړاو د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په. . .

BACK TO NEWS