د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د انساني قاچاق د مخنيوي په هکله د پوهاوي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Thu, Jul 24 2025 12:18 PM
SJAU

دغه يو ورځنی سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونيت په نوښت د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې جوړ شوی ؤ؛ د پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، استادانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله.

پيل کې د پوهنتون رييس په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او په پوهنتونونو کې يې د دا ډول علمي پروگرامونو دايرېدل مهم او گټور وبلل.

ورپسې د علمي څېړنو آمر پوهنمل دوکتور محمدسليم کريمزي د موضوع په تړاو چمتو کړی پرېزېنټېشن وړاندې کړ او ټولې برخې يې وار په وار تشريح کړې او په پای کې يې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:12 AM
Background image

د پوهنتون رييس له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې. . .

Wed, Oct 22 2025 10:25 AM
Background image

د دعوت او ارشاد آمر د خپلو اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وشو. د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق. . .

BACK TO NEWS