پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا پرېکړو پر بشپړ تطبيق ټينگار وشو

Abdullah Saeed
Thu, Sep 25 2025 4:15 PM
SJAU

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال حافظ مولوي محمدعثمان سعيد په مشرۍ تر سره شوې کاري ناسته کې چې د معاونيت اړوند آمرينو او عمومي مديرانو په کې برخه لرله، پر يو شمېر موضوعاتو په کې بحث او پرېکړې وشوې.

په ياده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تېرې رهبري شورا پرېکړو بشپړ تطبيق، د ۱۴۰۴ مالي کال د عوايدو څرنگوالی او نور بېلابېل موضوعات بحث شول.

د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال د يادو موضوعاتو په هکله اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ناسته د خیر په دُعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:12 AM
Background image

د پوهنتون رييس له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د پوهنځيو له چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې نن ورځ د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ليدنه او څارنه وکړه. نوموړي د يادې ليدنې. . .

Wed, Oct 22 2025 10:25 AM
Background image

د دعوت او ارشاد آمر د خپلو اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وکړ

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت اصلاحي پروگرامونو په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولگيو محصلينو ته اصلاحي بيان وشو. د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق. . .

BACK TO NEWS