د تنوير له خصوصي پوهنتون څخه ليدنه او څارنه وشوه

Abdullah Saeed
Mon, Nov 10 2025 10:37 AM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن چې د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زلِف او د نشراتو عمومي مدير عبدالله سعيد يې هم ملتيا کوله، په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه. شيخ عبدالمالک محسن په هغه ناسته کې چې د ياد خصوصي پوهنتون له مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلينو سره ترتيب شوې وه، د محصلينو د مسلکي او عملي زده‌کړو ترڅنگ، په فکري او اصلاحي روزنه ټينگار وکړ او سپارښتنه يې وکړه چې د سيرت او صورت اصلاح ته پوره متوجه شي. د يادې ليدنې په ترڅ کې د مشرتابه عالي مقام د هداياتو او فرامينو او د وزارت رهبري شورا پرېکړو له تطبیق او د ياد خصوصي پوهنتون له تدريسي او دعوتي چارو څخه څارنه وشوه.

د تنوير خصوصي پوهنتون رهبرۍ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د پلاوي په ورتگ خوښي وښوده او د علمي بنسټونو ترمنځ يې رابطه او همغږي مهمه وبلله. د يادونې ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبري د يوه منظم پلان له مخې په کونړ ولايت کې د تنوير خصوصي پوهنتون له فعاليتونو څخه دوامداره څارنه کوي.

Latest news

Wed, Aug 05 2026 3:09 PM
Background image

د پوهنتون او د کونړ ولايت د درې بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو تفاهم‌ليکونه لاسليک شول

نن ورځ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت درې(۳) بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو تفاهم‌ليکونه د علمي مرستيال او د پ. . .

Mon, Aug 03 2026 10:35 AM
Background image

د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ. . .

Wed, Jul 29 2026 10:39 AM
Background image

پوهنتون کې د فقهي مجالسو لړۍ پيل شوه

د مهمو فقهي مسايلو د بحث، څېړنې او استنباط ياد مجالس، چې ټاکل شوې په مياشت کې به دوه ځله په پوهنتون کې ترسره کېږي، نن يې پرانيسته وشوه.

ياد مجالس د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدايت د. . .

BACK TO NEWS