پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د پوهنځيو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

Abdullah Saeed
Mon, Nov 10 2025 12:40 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي شېرافضل منصور؛ د محصلانو چارو آمر وحيدالله صافي او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم په ملتيا د پوهنځيو له روانو تدریسي چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه او د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته يې د تدریسي بهیر د لا ښه‌والي او محصلينو د حاضرۍ په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:12 PM
Background image

د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب د سیالۍ ممتاز گټونکي محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري جوړه شوې وه، د پنځه‌گونو پوهنځيو شاوخوا(۳۰۰) تنو محصلينو په کې نوم‌ليکنه کړې وه، چې د جوايزو د وېش. . .

Sun, Jun 14 2026 3:41 PM
Background image

د اداري پروسو د ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو

د پوهنتون په اداري شورا کې د ساده شويو اداري پروسو له تطبيق څخه د څارنې او د پاتې اداري پروسو د لا ساده‌سازۍ په موخه ځانگړی هيئت وټاکل شو. ياده پرېکړه د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون. . .

Sat, Jun 13 2026 6:16 PM
Background image

د پنځه‌گونو پوهنځيو له محصلينو څخه رقابتي ازموينه واخيستل شوه

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې له محصلينو څخه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې کتاب کې د سيالۍ په موخه ازموينه واخيستل شوه.

دغه سيالي چې د محصلانو چارو معاونيت اړوند د. . .

BACK TO NEWS