د پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي او د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور د ښوونې او روزنې پوهنځي له استادانو سره اصلاحي او مشورتي ناسته وکړه.
د پوهنتون علمي چارو مرستيال يادو استادانو ته د حسنه اخلاقو پر مقام او منزلت او په مسؤليت او اړوند چارو کې د صحيح نيت او اخلاص په تړاو اصلاحي بيان وکړ او استادان يې مخاطب کړل؛ دا چې په هره چاره کې مشورې ته اړتيا شته نو خپلې سالمې مشورې دې له مسؤلينو سره د نظام د استحکام او لا پياوړتيا په موخه شريکې کړي.
د مجلس په ترڅ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په اړونده برخه کې يې د پوره پاملرنې ډاډ ورکړ. ياده ناسته چې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شوې وه، پر دُعايه کلماتو پای ته ورسېده.
