د زراعت پوهنځي محصلینو ته د حفظ‌الصحې په تړاو د پوهاوي معلوماتي سېمينار وړاندې شو

Abdullah Saeed
Sun, Nov 30 2025 2:39 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلینو ته د مالي او اداري چارو معاونيت په چوکاټ کې، د روغتيا او خونديتوب عمومي کمېټې په نوښت د حفظ‌الصحې په تړاو د پوهاوي معلوماتي سېمينار وړاندې شو.

دغه سېمينار چې د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل ضیاءالدین ضیاء له لوري وړاندې شو په کې د حفظ‌الصحې بنسټیز مفاهیم، د فردي او ټولنیزې روغتیا اهمیت او د ساري ناروغیو مخنیوي لارې چارې تشرېح شوې. نوموړي وويل، چې د حفظ‌الصحې اصول یوازې د فردي روغتیا له‌پاره نه، بلکې د ټولنې عمومي روغتیا د ښه‌والي په برخه کې هم بنسټیز اهمیت لري او له ټولو وگړو څخه د گډو هڅو غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې گډونوالو محصلينو د سېمينار پر دايرېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې يې د ورته نورو پروگرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه. هېره دې نه وي چې په ياد پوهنتون کې تر دې وړاندې هم دې ته ورته علمي سېمينارونه او کنفرانسونه داير شوي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ولري.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 12:56 PM
Background image

د زراعت پوهنځي جديدالشمول محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زراعت پوهنځي نويو محصلانو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون له چاپېريال سره د پېژندگلوۍ غونډه جوړه شوه، چې په کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع. . .

Thu, Sep 24 2026 9:38 AM
Background image

پوهنتون کې په نړيواله کچه د علمي- څېړنيزو مقالو د نشر لارو چارو په هکله روزنيز سېمينار وړاندې شو

دغه يو ورځنی علمي سېمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت له لوري د معتبرو نړيوالو مجلو پېژندنه او په هغو کې بې له کوم لگښت څخه د مقالو د نشرولو په هکله جوړ شوی. . .

Sun, Sep 20 2026 3:28 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئيس د روان خزاني سمستر له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس مولوي عبدالواسع منصور، د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو په گډون د يو پلاوي په ملتيا؛ د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال څلورمې گڼې رهبري شورا د ۱۰. . .

BACK TO NEWS