د کمپيوټرساينس پوهنځي ممتاز محصلین د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول

په ياده ستاينغونډه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېرافضل منصور، د کمپيوټرساينس پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو او د ياد پوهنځي محصلينو گډون کړی ؤ.
د غونډې په لړ کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال مفتي شېر افضل منصور او د ياد پوهنځي رييس پوهنيار ذاکرالله عزام په خپلو ويناوو کې محصلينو ته لازمې لارښوونې او توصيې وکړې او همداراز يې ممتازو محصلينو ته د مبارکۍ ترڅنگ؛ د هغوی هڅې او لاسته راوړنې وستایلې. ياده غونډه ممتازو محصلينو ته د ستاينليکونو له ورکولو وروسته د پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمر مولوي عبدالله مسلم له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.