د پوهنتون او کونړ ولايت د پنځه بېلابېلو اداري واحدونو ترمنځ د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي صاحب په حضور کې لاسليک شول

Abdullah Saeed
Mon, Aug 03 2026 10:35 AM
SJAU

د کونړ په ولايت مقام کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون او د کونړ ولايت پنځه بېلابېلو ولايتي رياستونو ترمنځ د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې په موخه د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليکونه د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه په حضور کې د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له لوري لاسليک شول.

د غونډې برخه‌والو په خپلو خبرو کې د پوهنتون او نورو ادارو ترمنځ د گډ تفاهم يادې هوکړې ډېرې مهمې يادې کړې، چې په نتيجه کې به يې يوې ادراې ته د بلې ادارې له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د گټې اخيستنې او د پوهنتون محصلينو ته د عملي زده‌کړو او اړينو تجربو د ترلاسه کولو زمينه برابره شي.

د يادونې وړ ده چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کونړ په ولايت مقام کې د علماوو شوری، جهادي مدرسې، د ارشاد، حج او اوقافو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت او د اطلاعاتو او کلتور رياستونو سره د گډو همکاريو هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

هېره دې نه وي چې د يادې غونډې په پای کې د کونړ والي صاحب له لوري د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ته د ښو خدمتونو له امله ستاينليک هم ورکړل شو.

Latest news

Wed, Aug 26 2026 1:02 PM
Background image

د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ميلاد النبي ﷺ په مناسبت علمي سېمينار واندې شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريتونو په همغږۍ د مبارک ميلاد په مناسبت د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد ﷺ. . .

Tue, Aug 25 2026 11:33 AM
Background image

پوهنتون کې د ریموټ سينسنگ او جغرافيايي معلوماتي سېستم(جي ای اس) په هکله اساسي او عملي روزنيز ورکشاپ پيل شو

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استادانو، د کونړ ولايت د چاپېريال ساتنې او کرنې، اوبو لگونې او مالدراۍ رياستونو اړوندو اداري کارکوونکو ته د ریموټ سينسنگ او جغرافيايي معلوماتي سېستم(جي. . .

Thu, Aug 20 2026 11:37 AM
Background image

د فکري روزنې په تړاو درې بېلابېل علمي سېمينارونه وړاندې شول

د فکري روزنې او فرهنگي يرغل د مخنيوي په تړاو په وړاندې شويو سېمينارونه کې چې د پوهنتون د فرهنگي هیئت له لوري تنظيم شوي وو؛ د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو،. . .

BACK TO NEWS