سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ځنگلونو د ساتنې نړۍواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله

Abdullah Saeed
Thu, Mar 21 2024 9:35 AM
SJAU

ياده نمانځغونده چې د کرنې پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، په کې د ياد پوهنځي ريیس پوهندوی محمد حسن محمدي، د پوهنتون استادانو او محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د کرنې پوهنځي رييس د ښه راغلاست او پرانستې وینا تر څنگ، د دا ډول پروگرامونو دايرول خورا مهم ياد کړل.

ورپسې د کرنې پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبیعي منابعو د څانگې آمر پوهنیار شاهدالله امن ځنگلونو د ارزښت، ساتنې، د ورپېښو گواښونو او د حل پر بېلا بېلو لارو چارو خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.

ځنگلونو د ساتنې نړۍواله ورځ چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال را په دې خوا په ټوله نړۍ کې د مارچ پر ۲۱ مه نمانځل کېږي، اصلي موخه یې ځنگلونو د ساتنې او سالمې گټې اخیستنې په اړه عامه پوهاوی دی.

Latest news

Mon, Apr 29 2024 2:40 PM
Background image

په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د تضمین کیفیت معیارونو په اړه د پوهاوي ورکشاپ داير شو

ياد يو ورځنی ورکشاپ چې د تضمین کیفیت آمریت له لوري په مسلکي زده‌کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ شوی ؤ، په کې د پوهنځیو ريیسانو او د څانگو آمرینو برخه لرله.

د ورکشاپ په پرانېسته کې د پوهنتون. . .

Mon, Apr 22 2024 2:10 PM
Background image

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رييس پوهنمل محب الله محب په مشرۍ د پوهنتون رهبري شورا ناسته وشوه

په ياده ناسته کې د علمي چارو مرستيال پوهندوی ميرويس ستانکزي، د علمي څېړنو او مجلې مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل علي احمد بهار، د مالي او اداري. . .

Thu, Apr 04 2024 10:56 AM
Background image

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په درېوو پوهنځيو کې د HEMIS سېستم په بشپړ ډول پلی شو

په دې سره به د لومړي ځل لپاره د لوړو زده‌کړو له مديريتي او معلوماتي سېستم(HEMIS) څخه د محصلينو نتایج،  فراغت جدولونه او ټرانسکرېپټونه له ياد سېستم څخه پرينټ کېږي.

نوموړی سېستم په درېوو. . .

BACK TO NEWS