پوهنتون مشرتابه پلاوي د ښوونې او روزنې پوهنځي له تدریسي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه

Abdullah Saeed
Wed, Sep 04 2024 2:53 PM
SJAU

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن؛ د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل علي احمد بهار په ملتيا د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارې له نږدې ولیدې چې د لیدنې پر مهال يې د ياد پوهنځي د تدریسي او اداري چارو د څارنې او ارزونې تر څنگ؛ د اداري کارکوونکو، استادانو او محصلینو ستونزې واورېدې او هغوی ته يې د حل ډاډ ورکړ.

ياد پلاوي تر څارنې او ارزونې وروسته د چارو د لا ښه‌والي په موخه مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 24 2026 2:22 PM
Background image

د افغانستان مالياتي نظام تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو

ياد سیمينار چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو او محصلانو ته له ماليې وزارت څخه د راغلي پلاوي په همکارۍ وړاندې شو، د پوهنتون رهبرۍ، د کونړ مستوفيت استازو، د. . .

Tue, Oct 20 2026 2:41 PM
Background image

د کونړ محترم والي له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال د پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه

د کونړ محترم والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه له سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد پوهنتون په علمي شورا کې گډون او وينا وکړه، چې د پوهنتون رهبرۍ او علمي شورا. . .

Thu, Oct 15 2026 12:05 PM
Background image

د پوهنتون عمومي رئیس له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه

د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناسته وکړه. د پوهنتون عمومي رئیس په خپلو خبرو کې ياد کارکوونکي مخاطب. . .

BACK TO NEWS